Asset 1SWN

غور کې یوې مېرمنې نورو ښځو ته د خیاطي زده‌کړې زمینه برابره کړې

منار جام غور

 ۳۶ کلنه فیروزه په خپلو ستړو لاسونو او په ډېرو هیلو سره د خیاطي ماشین څرخ تاوه وي، څو د خپل ژوند اړتیاې پرې برابرې کړي.

هغه وايي: «له کوچني‌والي مې دا هیله وه چې خیاطي وکړم، ګلدوزي وکړم او له دې لارې عواید ولرم، خپلې کورنۍ سره د اړتیاو برابرو کې مالي مرسته وکړم.»

فیروزې ۱۲ کاله وړاندې د غور د مرکز «فیروزکوه» ښار په یوه څنډه کې خپل کور ته د خیاطۍ ماشین راوړ او اوس هلته د یوې بریالۍ متشبثې ښځې په توګه پېژندل کېږي.

د نوموړې په وینا، په تېرو دولسو کلونو کې يې، لسګونه ښځو او نجونو ته د خیاطۍ زده‌کړه ورکړې او له هغوى سره يې، د کار او عايد د یوې سرچینې په درلودلو کې مرسته کړې ده.

نوموړې وویل: «کلونه کېږي چې خیاطي کوم او ډېرو نجونو ته مې خیاطي ور زده‌کړې ده او اوس مهال هم زده‌کوونکې لرم چې بېلابېلو برخو کې خیاطي زده‌کوي او ډېرې ښې دي. عاید هم لري او له زده‌کوونکو فیس اخلم.»

فیروزه په ‌خپلې کوچنۍ د خیاطۍ کارخونه کې په ډېر زغم او حوصلې سره خپلو زده‌کړیالانو ته د جامو ګنډلو ټولې مرحلې ورزده‌کوي او همدرانګه له هغوی سره مرسته کوي چې د خیاطۍ د ماشینونو ابتدايي ترمیم هم زده‌کړي.

دغه کارخونه کې ښځې او نجونې د ښځو د جامو بیلابېل ګڼدل او مرۍ‌دوزۍ هم زده‌کوي.

هغه وویل: «هر ډول جامې جوړوو، پنجابي، ساري دامن، چتري دامن، کمرچین او هر ډول جوړو، لباسونه چې جوړوو، له هغه هم پیسې اخلوو او اماده لباسونه هم لرو، فرمایشي هم اخلوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فیروزه زیاتوي چې اوس له بېلابېلو ولايتونو په انلاين ډول د جامو ګنډلو سفارشونه ترلاسه کوي او هره جوړه له ۲۰۰ تر ۸۰۰ افغانيو ګنډي.

يوشمېر هغه نجونې چې ښوونځيو ته له تګ محرومې شوې او د فيروزې کارخونه کې د جامو ګنډلو زده‌کړې ته راغلې، خوښي څرګندوني چې په يو ډول کولای شي، له کوره بهر کار وکړي او د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ترڅنګ يو مسلک هم زده‌کوي.

دې کارخونه کې کار زده‌کړې عزیزې وویل: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې د خیاطي کورس ته راځم، برش او ګنډل مې زده‌کړي، دا پروګرام ډېر ښه دی او د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته ښه تفرېح ده، خیاطي زده‌کولای شم او له دې لارې راتلونکې کې د خپلې کورنۍ ملاتړ هم کولای شم.»

فیروزه د خپل ځان او نورو ښځو لپاره د دغه کار پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې لا زیاتو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ د زده‌کړې زمینې برابرولو په موخه به خپلې کارخونې پراخې کړي او خپل فعالیتونو ته به وده ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام