افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې د مېرمنو لپاره د ځانګړو خدمتونو وړاندې کولو چاپېریال رامنځته کول کولای شي چې د ښځو روغتیا او توانمندۍ برخه کې ګټور تمام شي.
په همدې موخه د نصیبه سعادت په نوم یوې مېرمنې د «مېرمنو لپاره د غاښونو ځانګړی کلینیک» جوړ کړی چې په دې چاپېریال کې یوازې مېرمنې خدمات وړاندې کوي.
د مېرمن سعادت په وینا، هغه له تېرو درېوو کلونو راهیسې په دې شخصي کلینیک کې فعالیت کوي او موخه یې، د مېرمنو لپاره په یوه ځانګړي کلینیک خدمات وړاندې کول وو.
هغه وايي: «زما د دې کار د پیل اصلي انګېزه هغه محدودیتونه وو چې ځینو کورنیو نه غوښتل، خپلې مېرمنې نارینه ډاکټر ته بوځي. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې یو داسې ځای جوړ کړم چې یوازې ښځینه ناروغان پکې د ښځینه ډاکټرانو له لوري معاینه شي. کله مې چې کلینیک پرانېست، خلکو ته دا یو حیرانوونکی کار و چې یوه ښځینه ډاکټره او بشپړ ښځینه کاري چاپېریال شتون لري؛ خو ورو ورو د خلکو باور مې راجلب کړ.»
نصیبه سعادت وايي چې د شته ننګونو سره سره یې، خپل کار ته دوام ورکړی او په وینا یې، یوشمېر نجونې زدهکوونکې هم لري چې ښځینه چاپېریال کې زدهکړو ته لېواله دي.
هغې وویل: « زما د کار پر وړاندې یوه له سترو ننګونو څخه رقابت او د امکاناتو کمښت و، خو دغه ستونزې هېڅکله هم لامل شوې چې ما له خپل هدف راوګرځوي. په پیل کې مې زیاته پانګونه وکړه، څو کلینیک یو معیاري مرکز وي. اوس مې ښه عواید دي او همدا کار ماته لازیاته انګېزه راکوي. ښځې چې کلینیک ته راځي، خپل ځان راحت احساسوي، ځکه چې چاپېریال پوره ښځینه دی. دامهال له لسو تر دولسو پورې شاګردانې لرم او کله ناکله دا شمېر نور هم زیاتېږي. د زدهکړو مهالوېش مې داسې جوړ کړی چې یو ورځ زدهکړه وي او یوه ورځ نه وي، څو ګڼه ګوڼه رامنځته نهشي او شاګردانې ښه زدهکړه ترلاسه کړي. ځینې شاګردانې چې مسلکي شي، وروسته نورو ځایونو کې د ډاکټرې په توګه کار پیلوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له نجونو غواړي چې له خپلو هیلو تېرې نهشي او تل هڅه وکړي چې خپل هدف پسې لاړې شي. بلخوا د یاد کلینیک یوه مراجعهکوونکې فرشته وايي چې دغه کلینیک ته د دې لپاره راځي چې چاپېریال یې، ښځینه دي. هغه وايي، د دې لپاره چې ډاکټره مېرمنه ده، نو دا، خویندې او د کورنۍ نور غړي یې، خوښ دي چې خپله درملنه همدې کلینیک کې وکړي.
هغې وویل: «له نږدې یونیم کال راهیسې د غاښونو د درملنې لپاره همدلته کلینیک ته راځم. زموږ د کورنۍ نور غړي هم همدلته معاینه کوي. موږ ټول له دې امله دا کلینیک غوره کړی چې ډاکتره ښځه ده او له ښځو او نجونو سره کار کول اسانه وي، ځکه چې زموږ له جنسه ده. بل دا چې کار یې ډېر ښه دی. تراوسه چې هره ستونزه مو لرله، همدلته مو حل کړې، هېڅ اړتیا نهده پېښه شوې چې دویم ځل بیا راشو؛ هر ځل یوه مراجعه بسنه کړې ده. مواد یې هم ښه کیفیت لري، ژر نه خرابېږي. که د غاښونو ډکول وي، که پوښښ، کار یې ډېر دقیق دی.»
د اقتصادي چارو کارپ،ه مهدي شریفي په دې باور دی چې روغتیايي برخه کې د مېرمنو کارکول نه یوازې د روغتیا لپاره ګټوره ده، بلکې له اقتصادي اړخه مهم خورا اړینه ده. د نوموړي په وینا، دغه فعالیت په مستقیم او غیرمستفیمه توګه د کارموندنې لامل کېږي او د ښځو د اړتیاوو د برابرېدو لامل کېږي.
هغه وویل: «د ښځو شتون د روغتیايي او خصوصي خدماتو په برخه کې نه یوازې د ټولنې د روغتیا په لوړوالي کې مرسته کوي، بلکې د ځایي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لري. دغه حضور د مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونو سبب ګرځي، د محلي پیسو په دوران کې اغېزمن تمامېږي او د خلکو باور د روغتیايي خدماتو پر وړاندې زیاتوي.»
په دوديزو ټولنو لکه باميان کې، ښځو ته د روغتيايي خدماتو لاسرسی له ځينو محدوديتونو سره مخ دی. د ښځو ځانګړو درملیزو مرکزونو جوړول د ښځو د روغتیا د لوړولو او وړتیا د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. د نصيبه سعادت د غاښونو کلينیک چې د ښځينه مديريت او امن چاپېريال لرونکی دی، په سيمه کې د دې نوښت يو بريالۍ بېلګه ده.