Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د خلکو په شخصي لګښت په ۵میلیونه افغانۍ د اوبوبند جوړېږي

د اوبو بند

میدان‌وردګ د لومړۍ بهسودو ولسوالي د اوسېدونکو په شخصي لګښت د «بند اب همبستګي طبیعت» په نوم د اوبو یوه بند د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه بند جوړېدو پيل مراسمو ته د بند تخنیکي مسوول عصمت‌الله نثار وویل، دغه بند د ولسي خلکو له لوري د سېندیزې حوزې ریاست سره په همغږي د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، یاد بند به ۱۲متره لوړوالی او ۹۰۰ متره اوږدوالی ولري چې له پرانېستې سره سم به د دوه میلیونه متره معکبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.

نثار وویل، «دغه بند جوړېدو څخه موخه د کرکېلې او بڼوالۍ لپاره د اوبو ذخیره کول، د خلکو لپاره د تفریح لپاره منظم چاپیریال رامنځته کول او بند ته نږدې کلیو او کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه رسول دي.»

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، ولسونه او پانګوال کولای شي چې په ډاډمنه فضا کې له دولت سره په هراړخیزې همکارۍ ورته رغنیزې پروژې عملي کړي.

نوموړي په سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ورته رغیزې پروژې پيل کړي.

بل‌خوا د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، حکومت په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ولسونو ته یو شان خدمات وړاندې کوي او هڅه کوي چې په رغنیزه برخه کې هم ولس ته مهمې پروژې عملي کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي د میدان‌وردګ‌ د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکي په شخصي لګښت د یوه بند جوړېدل هم وستایل او په نورو پانګوالو یې غږ وکړ چې دولت سره اوږه په اوږه ورته د بیارغونې پروژې عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام