د پکتیا او پکتيکا ولايتونو محلي چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د دواپاشۍ کمپاین پیل کړی دی.
د پکتيا د کرنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې «یکشنبه، غبرګولي۲۰مه» يې دغه ولایت کې د څارویو د وينې بهوونکې يا کانګو ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زياتوي چی ياد کمپاين يې په مرکز ګردېز کې د څارویو منډوي څخه پيل کړی او څاروي او منډوي یې دواپاشي کړې دي.
کانګو ناروغۍ د څاروي حلالولو پرمهال د وينې له لارې انسان ته لېږدول کېدای شي او یوه وژونکې ناروغي بلل کېږي. دغه کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې پر ډېرو هغو څارويو دوا وپاشل شي چې خلک یې د قربانۍ لپاره اخلي.
بلخوا د پکتیکا مقام څخه هم په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کرنې رياست له لوري د کانګو ناروغۍ مخنیوي په موخه یې کمپاین پيل کړی.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد کمپاين يې د څارویو روغتیا او مالدارۍ لوی ریاست د هدایت سره سم او د خوراک نړیوال پروګرام په مالي لګښت د کرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالداری امریت د مسلکی ټیم لهخوا د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په پار یې پيل کړی دی.
یاد کمپاین د څارویو منډوي کې د وترنر داکترانو لهخوا پيل شوی چې د عرفات تر ورځې به دوام وکړي.