د زابل امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپو میاشتو پرمهال ۷۰ جنايي پېښې شوي چې په تور یې، ۱۰۸ کسان هم نیول شوي دي.
چارواکي وایي چې تېر ته په پرتله دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې د پام وړ کمې شوي او په وینا یې، لامل یېو د جرمونو مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو پر وخت مداخله او عملي اقدامات دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زابل امنیه قومنداني ویاند ذبیحالله جوهر سلاموطندار ته وویل: «د ۱۴۰۳ کال په تېرو شپږو میاشتو کې زابل کې ۷۰ بېلابېلې جنایي پېښې ثبت شوي چې په دې تړاو ۱۰۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي. جنایي پېښو ته پر وخت زابل کې رسېدنه شوې. د شریک شویو ارقامو له مخې، په زابل ولایت کې د جنایي جرمونو کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې.»
د زابل اوسېدونکي وایي چې د جنایي جرمونو کمښت نه یوازې امنیت ښه کړی، د ټولنیزو بېعدالتیو کچه هم ورسره راټیټه شوې.
د قلات ښار اوسېدونکي جبار وویل: «زابل کې په جنایي جرمونو کې کمی راغلی چې په دې سره غلا او نورو ټولنیزو بېعدالتیو کچه ډېره راټیټه شوې. موږ په دې ډېر خوښ یوو چې امنیتي ځواکونو دغه برخه کې پوره هڅه کړې.»
د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي اغاولي وویل: «اوس هر څه سم روان دي، هېڅ خطر نشته. که بیا یوه ناوړه پېښه وشي، دولت ورته رسېدنه کوي. زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې دې برخې کې هڅې زیاتې کړي. تېرو شپږو میاشتو کې ډېرې ښې ورځې وې. موږ له کوم خاص څه سره نه یو مخ شوي.»
د زابل اوسېدونکي همداراز له امنیتي مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې لا امنیت ټينګ کړي او د ورانوکارو فعالیتونو مخه ونیسي. امنیتي مسوولان هم له خلکو د همکاري غوښتنه لري.