Asset 1SWN

د جوزجان اقچې ولسوالي کې د څارویو حلالېدو لپاره مسلخ جوړېږي

0G0A7254

د جوزجان د اقچې ولسوالي محلي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې پر درې جریبه ځمکه د څارویو د یوه «مسلخ» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، د څارویو دغه مسلخ به په معیاري توګه ورغول شي چې ورسره به د یادې ولسوالي اوسېدونکي پاکې غوښې ته لاسرسی پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقچې ولسوالي مسوولانو د یاد مسلخ د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې وویل چې په خپل‌سري توګه په کور او بازار کې د څارویو حلالول د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او په وینا یې، د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره دغه مسلخ جوړوي.

د اقچې ولسوال اسدالله غضنفر د یاد مسلخ جوړېدل د ناروغیو مخنیوي او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم بولي او دې ولسوالي کې د نورو پروژو د پلي‌کېدو ډاډ هم ورکوي.

هغه وویل: «اقچه کې یو مهم مسلخ جوړېږي، موږ راتلونکي کې هم دغه شان پروژې چې خلک ورته اړتیا لري، انشالله کوښښ کوو چې پلي یې کړو.»

د اقچې ولسوالي ښاروال ذکرالله ذاکري هم وايي چې د دې مسلخ په جوړېدو سره به خلک پاکې غوښې ته لاسرسی پیدا کړي او د ناروغو څارویو له حلالولو به مخنیوی وشي.

نوموړي وویل: «پخوا به هر ځای څاروي حلالېدل، دا غوښې به کابل او بلخ ته لېږدول کېدې او لاره کې به ستونزې وې. دلته د مسلخ ډاکټران او مسوولان پر غوښه ټاپه وهي او په دې کار سره ستونزې هوارې او دا مسلخ د خلکو لپاره جوړېږي.»

په ورته مهال د اقچې ولسوالي اوسېدونکي هم د یاد مسلخ له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وايي چې د دې مسلخ په رغوېدو سره به بازار ته د ناپاکې غوښې د لېږد مخه ونیول شي.

د اقچې ولسوالي ذاکر‌الله حق‌یار سلام‌وطندار ته وویل: «دلته یو مسلخ جوړېږي، اول به چې دلته غوښه پلورل کېده، حرامه وه، خرابه وه، څاروي به ناروغ وو، دا ټول معلوم نه‌وو، بازار ته به یې وړل او خرڅول به یې، د همدې لپاره دا مسلخ جوړېږي.»

په همدې حال کې د اقچې ولسوالي یو‌شمېر قصابان وايي چې دغه مسلخ له ښار لرې جوړېږي او په وینا یې، که څاروی د حلالولو لپاره هلته وړي، په زیان یې تمامېږي.

د اقچې ولسوالي یوه قصاب عبدالمنان وویل: «موږ ته تکلیف کېږي، یک څاروی ۵۰۰ افغانۍ ګټه نه کوي او ۵۰۰ افغانۍ نورې باید رېکشې ته د کرایې لپاره ورکړو، دا موږ ته سرخوږی جوړوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د اقچې ولسوالي د مسوولانو په وینا، دغه مسلخ به د ښاروالي تر کنټرول او څار لاندې وي او د څارویو غوښه به له معایناتو وروسته بازار او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام