Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې يتيمو ماشومانو او کونډو مېرمنو لپاره مرستون پرانيستل شو

12e2bc2d-0fed-4d37-8740-464cc66f3e14

د پکتيا ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا د يتيمو ماشومانو او کونډو مېرمنو لپاره د زون په کچه مرستون پرانيستل شو.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر شهاب الدين دلاور د ياد مرستون د پرانيستې مراسمو کې وويل، ياد مرستون کې به هغه کونډې او يتيمان شامليږي چې هيڅ ډول سرپرست نه‌لري.

هغه وويل، ياد مرستون کې بې‌سرپرسته کونډو او يتيمانو ته د روغتيا، خوړو، د شپې اوسېدو، تعليم او نورې اړينې اسانتياوې برابريږي او ټول خدمات به د مېرمنو لخوا وړاندې کيږي.

هغه د مرستون اړوند کارمندانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلې اسلامي وجيبې له مخې دې د يتيمانو او کونډو د ساتنې لپاره دې خپلې هڅې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سويل ختيځ زون د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر سيد منهاج الدين هاشمي بيا وويل، ياد مرستون کې به د شپږو ولايتونو ۲۰ کونډو مېرمنو ته ځای ورکړل شي او راتلونکې کې به د ياد مرستون ظرفيت تر ۱۲۰ کورنيو پورې لوړ کړي.

د ده په وینا، دغه مرستون کې به هر داخل شوی يتيم  ماشوم او کونډه ۳ کاله تېروي او له هغې وروسته به له مرستون رخصت کيږي.

په يادو مراسمو کې د سرې مياشتې ټولنې د مرستونونو رییس سيد احمد وويل چې د هيواد په هر زون کې به مرستون جوړ کړي او په خبره يې چې په دې مرستون کې به کونډو مېرمنو ته حرفوي زده‌کړې هم ورکول کيږي.

په ياد مرستون کې داخل شوې يوې کونډې ميرمنې روقیې وويل چې پخوا له ګڼو ستونزو سره مخ وه، خو په مرستون کې ورته اړينې اسانتياوې برابرې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام