Asset 1SWN

هرات کې د سړک پر غاړه د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

هرات -کتاب

هرات کې د مومني خپرندوی له لوري د دغه ولایت مرکز هرات ښار کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانېستل شوی دی.

دغه نندارتون پرون دوشنبه د لړم ۲۲مه پیل او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مومني فرهنګي خپروندی مسوول سعید مومني سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د دغه ولایت ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی، خو په وینا یې، هڅه کوي چې دا دود راژوندی کړي.

د کتابونو دې اوونیز نندارتون کې لسګونه بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته کېښودل شوې دي. یو‌شمېر هغه ځوانان چې د کتابونو دې نندارتون ته راغلي، وايي، انټرنټ او ټکنالوژي د مطالعې فرهنګ ورک کړی دی.

نندارتون ته راغلي یوه ځوان فریداحمد وویل: «له بده‌مرغه چې ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو فعالیت لامل شوی چې د مطالعې فرهنګ کمرنګه شي او ځوانانو د کتاب لوستل له هېره اېستلې دي. له شک پرته د انسان ذهن ته وده ورکوي او پوهه یې لوړېږي.»

دغه نندارتون ته ځینې نور راغلي کسان هم وايي چې ځوانان دې هره ورځ کتاب لوستلو ته نیم ساعت وخت ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې مطالعې ته د ځوانانو لوستلو لپاره د کتابونو ګڼ‌شمېر نندارتونه جوړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام