د پروان اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوه دیني مدرسه جوړېږي.
دیاد ریاست رییس مجیبالله رحیمي نن دوشنبه، زمري شپږمه سلاموطندار ته وویل چې دغه مدرسه به نږدې راتلونکې جوړه شي.
هغه زیاته کړه چې یاده مدرسه د ترکیې د «زمره» په نوم بنسټ په مالي همکاري او د انساني مرستو جمعیت موسسې له لوري ورغول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجیبالله رحیمي همداراې وویل چې دغه مدرسه به په ۲۰۰ مټرمربع ځمکه کې ورغول شي چې ورسره به عصري امکانات ولري او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
په ورته مهال د یادې مدرسې په جوړېدو سره به د پروان د اړوند سیمو اوسېدونکو ته د دیني زدهکړو برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.