Asset 1SWN

پکتيکا کې په شپږ میلیونه افغانۍ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

IMG-20250120-WA0002

د پکتیکا د پوهنې رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

له یاد ریاست څخه نن سه‌شنبه، غويي دویمه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نعمت‌اباد ولسوالي کې د سروکوبازار ابتدايه ښوونځي ته د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.

خبرپاڼه کې د پوهنې رياست د مسوولانو له قوله ويل شوي چې د پوهنې ریاست هڅه کوي چې پکتیکا کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي، ځکه په وینا یې، د ښوونې او روزنې او د زده‌کوونکو د غوره علمي زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال اړین دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زياتوي چې یاده ودانۍ به اته خونې، احاطې دیوال، د پاکو اوبو سېسټم او همدارنګه د تشنابونو معیاري سېسټم لري.

خبرپانه کې د یادي سیمې د اوسېدونکو له قوله ويل شوي د ښوونځي د ودانۍ د نشتوووالي له امله د زده‌کړو لپاره زده‌کوونکو مناسب ځای نه‌درلود.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ياد ښوونځي ودانی د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړي هدايت او بوديجه جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام