ا.ا د روسیې د علومو اکاډمۍ علمي، تحلیلي او اطلاعاتي مرکز رییس نیکولای پلوتنیکف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ا.ا حکومت له کوم هېواد سره شخړه نه غواړي او د اړتیا له مخې د هېواد امنیت ټينګښت لپاره کار کوي.
پلوتینکف تهران کې د «افغانستان راتلونکی لیدلوری او د ایران او روسیې نقش» تر عنوان لاندې ناستې ته د وینا پر مهال افغناستان کې د اسلامي امارت د پوځي تشکیلاتو او د کوکنارو د کښت ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي: «د ا.ا حکومت باید ولې خپل ټول ځواک نظامي برخه کې ولګوي، ایا د خپلو ګاونډیو پر وړاندې د فعالیت په لټه کې دی. دوی وايي چې د کوکنارو کښت او تولید برخه کې مبارزه کوي او هېڅ مواد نشته، خو رښتیا دا دي چې د کوکنارو کښت روان دی. ډېری استعداد لرونکي کسان چې کولای شوای د افغانستان پرمختګ کې مرسته وکړي، له هېواده وتښتېدل.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د پوځي تشکیلاتو پراختیا د خپلو امنیتي اړتیاوو د لرې کولو په معنی بولي او ټینګار کوي چې حکومت نه غواړي له چا سره شخړه وکړي.
نوموړي وویل: «دا زموږ کورنۍ موضوع ده. اسلامي امارت ټولو برخو کې خپلې اړتیاوې بشپړوي او دې برخه کې موږ خپله محاسبه لرو. که څومره امنیتي تشکیلات ولرو، زموږ د هېواد اړتیاو لپاره اړینه ده، موږ یې عملي کوو. نه غواړو چې له هېڅ هېواد سره په شخړه کې شو. اسلامي امارت د کوکنارو کښت مخنیوی لپاره فرمان صادر کړی او دې برخه کې لاستهراوړنې هم لري.»
د ملي امنیت څېړونکی شمشاد عزیز کاظمي وايي چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې یو پیاوړی حکومت د ځان په ګټه نه بولي.
هغه وویل: «که دې موضوع ته وګورو، نو افغانستان کې د یوه قومي حکومت شتون د سیمې د هېوادونو په ګټه نه دی. نو دوی په دې باور دي چې یو کمزوری او ناکامه حکومت ښه دی د یوه پیاوړي حکومت پر ځای.»
د نړیوالو اړیکو استاد محمود اضطرابي وايي چې د سیمې هېوادونه د یوه داسې ټولګډونه حکومت په لټه کې دي چې د دوی ګټې پهکې خوندي وي.
د نوموړي په وینا: «زموږ ګاونډي حکومتونه په دې لټه کې دي، هر هغه حکومت چې افغانستان کې راځي باید د دوی ګټې په کې خوندي وي، یعنی روسیه اندېښنه ښيي، روسیه په خپله یو نړیوال ځواک دی چې نړۍ سره جنګېږي، خو نه غواړي چې ګاونډی یې ۱۵۰زره یا ۲۰۰زره پوځ ولري. خبره د زور ده او پوځي ځواک. هغه سیالي چې نړۍ کې د تسلیحاتو له امله رامنځته شوي اسلامي امارت غواړي په اړه یې فکر وکړي.»
څه وخت وړاندې د ملي دفاع وزارت ویلي و چې د هېواد امنیت ټينګښت لپاره ۱۵۰زره کسیز پوځ جوړ کړي، هغه څه چې د سیمې هېوادونو امنیتي اندېښنې یې راپارولي دي.