Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې یو کس د جماعت پرېښودو او سوالګرۍ په تور نیول شوی

هلمند

د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري یو کس د جماعت پرېښودو او د مسلکي سوالګرۍ له امله نیول شوی دی.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي: «نیول شوی کس د درې کلونو راهیسې د جماعت لمونځ پرې اېښی و، د دیني لارښوونو خلاف یې عمل کاوه او له خلکو څخه یې بې‌وجې خیرات غوښت.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د وحدت  په وینا، یاد  کس له اقتصادي اړخه اړمن نه‌و، خو خیرات ټولول یې خپل ورځنی کسب ګرځولی و. د دوی په وینا، د نیول شوي کس دغه کړنه، اسلامي شریعت او ټولنیزو ارزښتونو خلاف وه.

چارواکي وایي چې دا پرېکړه د یاد کس د اصلاح لپاره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام