Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د لامبو وهلو پرمهال یو کس اوبو ډوب کړی او مړ شوی

چک‌-اوبو بند

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د چک ولسوالي د «چک اوبو بند» کې یو ځوان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت له امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مړ شوی کس عبدالله نومېږي او د غزني د اندړو ولسوالي د «لېوانوش» کلي اصلي اوسېدونکی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه کس د خوست په سرحدي لېوا کې دنده لرله.

خبرپاڼه زیاتوي، مړ شوی ځوان چک ولسوالي ته له خپلو ملګرو سره په چکر راوتلی و چې د چک د اوبو بند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ځوانان اوبو کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي چې ځینو یې په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام