Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو  یو ورځنی نندارتون جوړ شو

ااااااا

 د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پل‌علم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د لړم څلورمه جوړ شوی زرګونه ټوکه د مطالعې بېلابېل کتابونه په‌کې نندارې ته کېښودل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته ویلي، په مرکز پل‌علم ښار کې یې ځوانان مطالعې ته د رابللو په موخه د کتابونو  یو ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، کلتوري، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې د پخوا په پرتله کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او هڅه روانه ده چې د بېلابېلو نندارتونونو او غونډو له لارې ځوانان د کتاب مطالعې ته راوبولي.

د جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال محمد ابرهیم سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ دی چې په مرکز پل‌علم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا ډول نندارتونونه کولای شي چې ځوانان مطالعې ته راوبولي او اړتیا ده، څو ورته نندارتونونه په ولسوالیو کې هم جوړ شي.

د نندارتون یوه بل ګډونوال مدثر سلام‌وطندار راډیو ته وویل، د لوګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته په‌کار ده چې د بېلابېلو غونډو او رسنیو له لارې ځوانانو ته د مطالعې ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکړي، څو د ځوانانو په لیکو کې د مطالعې کچه لوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

لوګر کې د کتابونو دغه یو ورځنی نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د یاد ولایت په ګډون د یو‌شمېر ولایتونو کتاب پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د ځوانانو په لیکو کې د مطالعې کمرنګه کېدو له امله د کتاب بازار سوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام