غور کې یوشمېر هغه مېرمنې چې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي، وايي، که څه هم ډاکټر ته یې مراجعه کړې، خو کلونه کېږي چې له دې ناروغي خلاصون نهلري.
۳۵کلنه خورشید چې د ملا او پښو له درد کړېږي، سلاموطندار سره خبرو کې وايي، په وار وار د یادې ناروغي درملنې لپاره ډاکټر ته ورغلې، خو اوس هم له دې ناروغي کړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «تېرکال ته په پرتله مې سږکال د ملا درد زیات شوی، دوه ځلې مې امارای کړی، روغتون ته هم لاړم، راته یې وویل چې د ملا درې یا څلور مهرې دې پلاتین شوي، سیخ دی، څه دی پرې نهپوهېږم، ویل یې ملا دې عملیاتېږي. د ملا درد مې ډېر دی او اوس هم چې ناسته یم، خوځېدی نهشم. لس ګامه چې لاړم، ملا مې درد وکړ او خوځېدای نهشم، ملا او ښۍ پښه مې ډېر درد کوي.»
ګلچهره او زهرا چې د ملا او مفصلونو پر ناروِغي اخته دي، وايي، د درنو کارونو له امله پر دې ناروغي اخته شوې دي.
ګلچهره وايي: «زه له پېښې درد لرم، ځکه چې کار کوم، خواراوزار یم، خښتې مې پورته کړي،ګِلکاري مې کړې، کور مې جوړ کړی، پسونو ته مې واښه ورکړي، کور مو جوړ کړی، همدا کارونه مې کړي. اوږې او پېښې مې درد کوي.»
زهرا هم وویل: «غره ته تللې یم، واښه او غنم مې رېبلي، وری مې کړی او دلته مې راوړی. اوس دې بېچارګۍ کې یم. له پښو او لاسو فلج یم، له ملا فلج، د شپې له یوه اړخ بل ته نشم تاوېدای.»
په ورته مهال غور کې یو ډاکټر عبدالاحمد نوري دغه ولایت کې د ملا او مفصلونو پر ناروغي د مېرمنو د اختهکېدو اصلي لامل، د خوړو منظم رژیم نشتون او اقتصادي ستونزې بولي.
هغه وویل: «له بدهمرغه ډېری مېرمنو چې مراحعه کړې، که اومېندواره مېرمنې دي، که نهوې، له بدهمرغه چې د مفصلونو او ستون فقرات پېښې پهکې ډېرې وې. پېښې چې ما وارزولې، ډېری یې د اقتصادي ستونزو او غذايي او مغزي خوړو نشتون دی. خلک د غذايي رژیم له اړخه مناسب رژیم نهلري.»
که څه هم غور کې د مېرمنو ترمنځ د ملا او مفصلونو ناروغي ډېره شوې، خو د سم غذايي رژیم او د سبزۍ، مېوې او لبنیاتو څخه په دې استفادې د دې ناروغي مخنیوی کېدلی شي.