Asset 1SWN

پنجشېر کې د ملا درد ناروغي ډېروالی؛ خلک: د درملنې مرکز دې جوړ شي

دیسک-کمر-1-qe5h33u07l3n9mwc7easszlbm89jtauavfxkdaj98o

د پنجشېر اوسېدونکي د ورځنیو چارو پر مهال ډېری وخت پر درنو کارونو بوخت وي چې له امله یې د دغه ولایت اوسېدونکي د ملا درد «ملا ډېسک» پر ناروغي اخته کېږي.

د ملا ډسک یا «Herniated disk» یو ډول  ژلاتیني مواد دي چې د ملا مورو ترمنځ شتون لري او د ملا پر مورو د فشار مخنیوی کوي. د انسان ملا ۳۳ مورې او پنځه ډیسکه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجشېر د شُتل ولسوالي اوسېدونکې ۵۲کلنه رېزه‌ګل چې د ملا ډېسک پر ناروغي اخته ده، د خپلې ناروغي درملنې لپاره د پروان مرکز چاریکار ښار ته راغلې، وايي، دغه ولایت کې دې د ناروغانو درملنې لپاره کلینیک جوړ شي.

نوموړې وویل: «زه د ملا درد لرم، د ملا ډېسک لرم. د ملا هډوکي مې ناست دي. له ګونډو ښکته مې پښې درد کوي. بې‌حسه شوي. ډاکټر ته ورغلم، وې ویل چې د ملا هډوکي دې ناست دي. له حکومت غواړم چې پنجشېر کې دي، کلینیک جوړ کړي، ډاکټران دې راشي او د خلکو درملنه دې وړیا وکړي. خلک بې‌وزله دي، پیسې نه‌لري.»

د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې شهلا چې د ملا ډېسک پر ناروغي اخته ده او ډاکټر ورته ویلي، ډېر وزن باید پورته نه‌‌کړي.

نوموړې وویل: «ډېر وخت کېږي چې پېښې مې درد کوي، درمل مې واخیستل، کریم او ملهم یې راکړ چې غوړې یې کړم او ډېرې پېچکاري مې هم وکړې، ښه نه‌شوم. ډاکټر معاینه کړم او وې‌لیدل چې د ملا مورې مې ناستې دي. له هر کار پاتې یم، پنجشېر کې د ملا درد ډاکټران نشته له همدې خلک ستونزو کې دي. حکومت باید ایمرجنسي روغتون کې د هډوکو برخه فعاله کړي.»

که څه هم یو کس د نورو لاملونو ترڅنګ د ډېر وزن پورته کولو او چاقۍ له امله پر دې ناروغي اخته کېږي، خو ډاکټران بیا د «ویټامین ډي» کمښت او د هډوکو نرمښت هغه څه بولي چې له امله یې یو کس د ملا ډېسک پر ناروغي اخته کېږي.

د اورتوپیدي متخصص عبدالخلیل حیدري سلام‌وطندار ته وویل: «د سړیو په پرتله ښځې ډېر پر دې ناروغي اخته کېږي. ښځې ډېری وخت کور کې وي او د لمر کمې وړانګې او د ویټامین‌ډي کمښت د هډوکو د نرمښت لامل کېږي. د غړیو دردونه رامنځته کوي او سهار چې له خوبه پاڅېږي، ورته ستونزمنه وي چې پاڅي.»

د پنجشېر د روغتیا ریاست مرستیال خواجه‌اقا غفوري دغه ولایت کې د ملا درد پر ناروغي د اخته کسانو شمېر ډېروالی تاییدوي او وايي چې پر دې ناروغي ډېری ښځې اخته دي. نوموړي زیاته کړه چې د یادو ناروغانو درملنې لپاره نه درمل او نه هم متخصص ډاکټران لري.

نوموړي وویل: «د ملا درد ناروغي پنجشېر کې ډېره ده. ډېری ناروغان ښځې او عمرونه یې د ۵۵ تر ۶۰ کلونو دي. ولایتي روغتون نه‌لرو، د اورتوپیدي او جراحي متخصص ډاکټران نه‌لرو. هڅه کوو چې ناروغان یوه مجهیز روغتون ته ولېږو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اورتوپیدي متخصصانو په باور ډېری وخت د دې احتمال شته چې د ملا ډېسک پر عصبي ريښو فشار راولي او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه‌شي، ښايي ناروغ فلج شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام