کاپیسا کې له لوړو زدهکړو پاتې یوشمېر نجونې زدهکړیالانې وايي، د پوهنتونونو له تړلکېدو وروسته یې، د وزګارتیا له امله کرنې او لاسي صنایعو ته مخه کړې.
د کاپیسا مرکز محمودراقي اوسېدونکې رویا وايي چې د پوهنتونونو له تړلکېدو وروسته یې، خیاطي ته مخه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړ د نهه کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده. «د خیاطي مهارتونه، چرمهدوزي او لاسي صنایع زدهکوم؛ د ورځې ۵۰۰ افغانۍ راکوي، له مرستندویه بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې له زدهکړو او لوړو زدهکړو پاتو نجونو سره مرسته وکړي.»
د کاپیسا اوسېدونکې بهاره چې له څه مودې راهیسې د بېلابېلو سبزیو کښت ته مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي، وايي، د کښت پرمټ د کورنۍ خوراکي او غیرخوراکي اړتیاوې پوره کوي.
هغه وویل: «مرچ، ګشنیز، کدو، نعنا، فاصلیه او بېنډۍ مې کرلي؛ سبزي بازار ته لېږم او پر پیسو یې، د کورنۍ اړتیاوې پوره کوم. له نورو نجونو غواړم چې د خپلو کورنیو اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي.»
د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدرحیم نعماني وايي چې د یوشمېر بهرنیو بنسټونو په مرسته یې، مېرمنو ته د کرنې معیاري زدهکړو زمینه برابره کړې.
نوموړي زیاته کړه: «د نجراب ولسوالي کې ۳۰ مېرمنو د لبنیاتو پروسس برخه کې د مسلکي روزنې زمینه برابره شوې؛ ۳۵۵ مېرمنو ته په دویمه حصه او الهسای ولسوالیو کې د سبزيجاتو د تخمونو وېش شوی دی.»
د اقتصادي چارو کارپوه حکیمالله امیني وايي چې له ښځو د ملاتړ لپاره باید د دوی د محصولاتو پلور ته بازار او د خرڅلاو زمینه برابره شي. «هغه مېرمنې چې کرنه کوي، باید ښه بازار ورته برابر شي؛ کله چې یوه قوریه جوړېږي، کیمیاوي کوډ او درمل ورکول کېږي. له بزګرو مېرمنو ملاتړ د کورنۍ د اقتصادي ودې سره مرسته کوي.»
د کرنیزو چارو کارپوه عبدالعلیم عثماني وايي: «کومې مرستې چې د کرنیزو او غیرکرنیزو موسسو لهخوا کېږي، باید مستحقو ته ورکړل شي. عامه پوهاوی ورکړل شي چې دا پروژې څه ډول پلې کړي. کوم محصولات چې تولیدوي، د پلور لپاره یې، باید زمینه برابره کړي.»
د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو تړلکېدو سره هممهاله، ګڼشمېر نجونې زدهکوونکې او زدهکړیالې د وزګارتیا له امله له رواني فشار سره مخ دي او له امله یې، ډېری نجونو غالۍ اوبدلو، انځورګرۍ، لاسي صنایعې او خطاطۍ ته مخه کړې.