Asset 1SWN

ا.ا نور په یوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو سندونه نه مني

وزارت-خارجه-p2im31uu8ctyuy4lyt7g11ioyezo3qh8bhkr6u7mh4

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې وروسته په یوشمېر اروپايي هېوادونو او اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو له‌ لوري صادر شوي سندونه نه مني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل له‌خوا خپره شوې، په اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د لږترلږه څوارلسو ډیپلوماټیکو استازولیو نومونه یاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، «په لندن، بلجیم، برلین، بُن، سویس، اتریش، فرانسې، اېټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د استازولیو له لوري کنسولي خدمتونه، لکه وثیقې، د عدم مسوولیت پاڼې، د پاسپورټونو ورکړه، د پاسپورټ د تمدید سټېکر، د ویزې سټېکر او نور په مرکز او ادارو پورې اړه نه لري.»

هغه زیاته کړې چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سیاسي او کونسلي استازولۍ له مرکز سره په نه همغږۍ او له شته منل شویو اصولو په سرغړونې سره د کونسلۍ چارې پر مخ وړي.

په همدې حال کې یو پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي، د کونسلګرۍ خدمتونو غوښتونکو ته د معیاري او بشپړو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید دغه خدمتونه په ډیپلوماټیکو استازولیو، کونسلګریو او بهرنیو چارو وزارت کې له خپلو پړاوونو تېر شي.

نوموړی زیاتوي: «دا به غوره وي چې اصول عملي شي، کنه یاد کسان چې په بهر کې پیسې ورکوي او سند اخلي، خو که بهرنیو چارو وزارت یې تایید نه کړي او په ادارو کې ونه چلېږي، دا د وخت تېرول دي؛ نو دا ستونزه باید حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېوادونو له‌خوا د ا.ا په رسمیت نه پېژندلو له امله لا هم د افغانستان ډېرې استازولۍ د تېر حکومت د ډیپلوماټانو له‌خوا اداره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام