د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د پنجشېر په «رُخه» ولسوالي کې د څارویو ترمنځ د انټراکس یا «تور زخم» په نوم نوې ناروغي خپره شوې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده نن سهشنبه د تلې یوولسمه سلاموطندار ته ویلي چې دغه ناروغي تازه د رُخه ولسوالي په شصت کلي کې د څارویو ترمنځ خپره شوې.
د نوموړي په وینا، د دې ناروغي د مخنیوي لپاره د کرنې ریاست له لوري د وترنرانو یو پلاوی سیمې ته استول شوی او څاروي یې واکسین کړي دي.
په ورته مهال د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس فضلالله دیوبندي سلاموطندار ته ویلي و چې د یاد ولایت په حصهاول ولسوالي کې هم د یادې ناروغي له کبله پنځه غواګانې مړې شوې وې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې انټراکس یا تور زخم ناروغي د انسانانو لپاره هم یوه له ګواښوونکو ناروغیو شمېرل کېږي. پر دې ناروغي ډېری کله څاروي اخته کېږي چې د بېغورۍ له امله د څارویو ژوند هم اخلي.