د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې یوې مور بېګاه د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې پنځهګوني چې درې یې هلکان او دوه یې نجونې دي، زېږولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دایکندي د عامې روغتیا رییس غني صمیم وايي، یاده مور د روزګان د ګېزاب ولسوالي اوسېدونکې ده او دا یې لومړی زېږون و.
نوموړی زیاتوي چې د مور او درېوو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو دوه نور یې نن سهار مړه شوي دي.
د دایکندي د عامې روغتیا رییس د مړو شویو ماشومانو د لامل په اړه څه نهدي ویلي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم ځینو میندو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څوګوني ماشومان زېږولي دي.