Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې راستانه شویو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

vlcsnap-2023-06-15-19h46m39s328

د کار نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ یا «یوان‌اچ‌سي‌ار» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه تړون د کارموندنې له لارې د راستنېدونکو د ملاتړ، د ټولنیزو موخو لپاره د شرکتونو د پراختیا، د مهارتونو زده‌کولو او بازار ته په لاسرسي کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هېواد ته یوشمېر راستانه شوي افغانان وايي چې د کار او عاید د نشتوالي له امله په سختو اقتصادي شرایطو کې خپلې شپې او ورځې تېروي.

حبیب چې پنځه میاشتې وړاندې له پاکستان هېواد ته راستون کړل شوی، سلام‌وطندار ته وايي، د کار او عاید د نشتوالي له امله په بد وضعیت کې دي.

هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. څه مې چې درلودل، ټول مصرف شول او کرایه کور کې ژوند کوم. له دولت مې غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار کولو زمینه برابره کړي.»

مشفق هم پنځه میاشتې وړاندې له پاکستان راغلی، دی وايي: «که هېواد کې راته د کار زمینه برابره نه‌شيو اړ یم چې بېرته لکه پاکستان او ایران په څېر هېوادونو ته د کار لپاره لاړ شم.»

د صفي‌الله په نوم یو بل افغان چې په دې وروستيو کې له ايران راستون کړل شوى، وايي، وزګارتیا او د عايد نشتوالي کډوالۍ ته اړ کړی و. «که افغانستان کې د عاید سرچینې وي، نو موږ به ولې کډوالي کوو؟ موږ یوازې دا غواړو چې دلته دومره عوایدو ولرو چې د سهار او شپې خواړه مو برابر شي، کډوالي نه‌کوو.»

سرپرست حکومت راستانه شویو کډوالو ته د کاري زمینو برابرولو په موخه د کار نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک هرکلی کوي او وایي، هېواد ته د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د کار زمینې برابرول د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لرلی شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «بېرته راستانه شویو ته د کار برابرولو موضوع مهمه ده، ځکه دا پر اقتصادي ودې مستقیم او غیرمستقیم اغېز لري او نه یوازې د وزګارتیا کچې کمېدو لامل کېږي، کورني اقتصاد ودې سره هم مرسته کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان کډوالو کوربه هېوادونه په داسې حال د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو هڅې کوي چې هېواد کې د نامناسب اقتصادي وضعیت له امله د بېکارۍ کچه لوړه شوې او له نورو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دغه اندیښنې لاپسې زیاتوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام