Asset 1SWN

کابل کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ شو

11-qukpkki5y3wd3yf68hguvmhaohmhemc3yka6p4ogw8

د سېلاب خیریه بنسټ نن (د تلې درېیمه، سه‌شنبه) په کابل ښار کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړ. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، د دغه واده مراسم یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د ورکولو او د ډله‌ييزو ودونو دودولو په موخه جوړ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «د سېلاب خیریه بنسټ چې له ډېر ولور او بې‌ځایه دودونو سره د مبارزې لپاره ځوانانو ته ډله‌ييز ودونه جوړوي، نن یې د ۶۰ ځوانانو لپاره چې د بېلابېلو قومونو اړوند دي، د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړی دی.»

د هغه په خبره، هرې جوړې یې ته یې د خوب تخت، د جامو مینځلو ماشین، کمپلې او نور د اړتیا وړ ۱۵۸ ډوله وسایل اخیستي دي.

په همدې حال کې هغه ځوانان چې نن یې په ډله‌یيزه توګه د واده پروګرام جوړ شوی و وايي، کلونه مخکې یې کوژدې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې ودونه نه وو کړي.

یو زوم عبدالمنیم چې اووه کاله مخکې یې کوژده کړې وه او واده یې پاتې و وايي، اقتصادي ستونزې یې لرلې او د واده کولو وسه یې نه وه پیدا کړې.

هغه په دغه ډله‌ييز واده کې شاملېدو ته خوښ دی او وايي: «همدغه فرهنګ لامل شوی چې ځوانان کوژدې نه‌شي کولای او د ولور پرې کولو لپاره بهر ته ولاړ شي؛ هغه هم روښانه نه‌ده چې ایا له بهر څخه به بېرته ژوند راستون شي، که نه؟»

یو بل زوم مومن وايي، کورنۍ باید خپل بچیان ونه هڅوي، څو په خپلو ودونو کې ډېرې پیسې ولګوي. هغه زیاتوي: «له خلکو غواړو چې د کورنیو اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي او ولور راکم کړي، څو ځوانان له ستونزو سره مخامخ نه‌شي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سېلاب خیریه بنسټ له لوري وړاندې شوې شمېرې ښيي چې دغه بنسټ په تېرو پنځلسو کلونو کې د زرګونو جوړو لپاره د ډله‌یيزو ودونو پروګرامونه جوړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام