د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د بامیان-دایکندي او بامیان-غور پر لویو لارو د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تُناژ یوه تله فعاله کړې ده.
د مسوولانو په وینا، دغه تله د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لهخوا فعاله شوې او موخه یې له سړکونو ساتنه او څارنه ده.
د بامیان والي ویاند فرزان سیغاني سلاموطندار ته ویلي چې دغه د لوړ تُناژ دغه د یاد ولایت مرکز اړوند «قرغنهتو» سیمه کې لګول شوې او ټول لګښت د ټولګټو ریاست لهخوا ورکول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه تله پرون دوشنبه د لړم ۲۸مه د یاد ولایت د چارواکو لهخوا په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
له دې وړاندې د بامیان اوسېدونکو د باروړونکو موټرو د ډېر بار له کبله د سړکونو له خرابوالي شکایت کاوه چې د یادې تلې په فعالېدو سره به د موټرو بار کنټرول او د سړکونو خرابوالي مخه به ونیول شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بامیان سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د طبیعي پېښو ترڅنګ د لویو لارو د سړکونو خرابوالي اصلي لامل د بار وړونکو موټرو له لوري د ډېر بار وړل یادېږي چې ښاریان وايي، حکومت یې باید مخه ونیسي.