Asset 1SWN

د لوګر «ازرې ولسوالي» کې یو روغتيايي مرکز پرانېستل شو

IMG-20230816-WA0001

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په لرې پرته ازرې ولسوالي کې د «افګاه موسسې» له لوري یو روغتیایي مرکز پرانېستل شوی دی.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه روغتیايي مرکز د ازرې ولسوالي په «سپين جومات» سیمه کې جوړ او پرانېستل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لودین زیاته کړه چې یاد روغتون به په ازرې ولسوالي کې ښځينه او نارینه ناروغانو ته د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې خدمات وړاندې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د عامې روغتیا ریاست له لوري د افګاه موسسې په مالي لګښت یو روغتیایي مرکز پرانېستل شو، خو دوي ټینګار کوي چې یاد روغتیايي مرکز د ازرې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي او په‌کار ده چې د ولسوالي په کچه ورته د روغتیايي مراکزو شمېر زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام