Asset 1SWN

لوګر کې امربالمعرف د موسیقي ۵۰۰ وسایل سوځولي

موسیقي الې

د لوګر د امر بالمعروف، نهي‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولان وايي، په تېر یوه کال کې یې له مرکز پل‌علم او ولسوالیو سلګونه د موسیقي الې او وسایل راټول کړي او تېره ورځ یې وسوځول.

د لوګر د امربالمعرف، نهې‌عن‌المنکراو شکایتونو اوریدو رییس مولوي عبدالحکیم حقاني پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل: « دغه ۵۰۰ د ساز او سرود  وسایل چې بېلابېلو سیمو کې له یوشمېر مراسمو څخه د محتسبینو له خوا راټول شوي و، نن وسوځول شول او دغه توکي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په رڼا کې راټول او له منځه یوړل شول.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د ساز او سرود پروګرامونو جوړول د شریعت خلاف کار بولي او وايي، لوګر کې ۹۵ سلنه د منکراتو مخنیوی شوی دی.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ساز او سرود اسباب له پلورلو او استفادې ډډه وکړي.

نوموړي د لوګر له ولسونو غوښتي چې امربالمعرف ریاست محتسبینو سره په ورځينو فعالیتونو ترسره کولو کې همکاري وکړي او که چیرې په دغه ولایت کې هر ډول شکایت ولري د امربالمعرف ریاست سره دې شریک کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام