خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د خوست امنیه قومنداني څخه سلاموطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي جرمونو سره مبارزې مديريت ځواکونو د عليشېرو او ترېزیو ولسوالي کې دغه ډله نیولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غلو یادې ډلې به د دې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې پر لویو لارو او د شپې پرمهال به یې، د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې.
خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شویو کسانو سره د بېهوښۍ لپاره استفاده کېدونکې سپرې هم نيول شوي چې د غلا پرمهال به يې، پرې خلک بېهوښه کول.
نیول شوي غله د يادې ولسوالي اوسېدونکي دي او په خپلو جرمونو يې، اعتراف هم کړی چې د دوسیو له بشپړېدو سره سم به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
دغه ولایت کې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د غلو ډلې نیولي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې ښار او ولسوالیو کې به د امنیت خوندیتوب لپاره هڅې کوي.