د خوست ښاروالي چارواکي وايي چې د «ښار پاکولو» په موخه یې عمومي حشر کړی دی. په دې اشر کې د خوست ښاريانو، د ښوونځيو زدهکوونکو او چارواکو برخه اخیستې وه.
د ښاروالي مسولان وايي چې په تېرو څو ورځو کې د پرلهپسې بارانونو له امله د ښار واټونه او کوڅې چټل شوې وې چې د ښاريانو د پلي تګ راتګ برخه کې ستونزې پیدا کړې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست ښاروالي د ښاري حکومتولۍ ټولنیز او فرهنګي مدير صالح جان همدرد وويل چې په حشر کې د بېلابېلو قشرونو خلکو ګډون کړی وو.
هغه وویل: «په دې وروستيو ورځو کې بارنونو اورښتونو له امله د ښار واټونو او کوڅې چټلې شوې وې، نو د ښاروالۍ مقام هدايت دا و چې بايد يو حشر وشي. په دې اشر کې د ښوونځيو زدهکوونکو، ښاريانو او د ښاروالي کمېټو غړیو ګډون کړی وو.»
د خوست ښار اوسېدونکي او د ياد اشر ګډونوال هم د ښار پاکوالي لپاره دا ډول عمومي اشر ګټور بولي.
د دوی په وینا، دا ډول ډلهییز حشرونه له يوې خوا د ښار د پاکوالي لامل کېږي او له بل پلوه ښاريانو ته دا فکر ورکوي چې ښار خپل وبولي او پاکوالی ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.