Asset 1SWN

هلمند کې د اوړو تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

کارخونه

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د «سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوتي» کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو پروسیس یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د «۳۰۰ » ټُنو اوړو د تولید ظرفیت لري او د جوړېدو چارې یې، په دوو کلونو کي بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې کارخونې مسوول میرزا ولي عزیزي وايي چې، کارخوني په فعالیدو سره، ۵۰۰کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کار کولو زمینه هم برابره شوې.

 نوموړي وویل: «پر دغې فابریکې ۷۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابرشوې. په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه د غنمو د پروسس ظرفیت لري او د هېواد ټولو ولاتیونو ته به یاد اوړه ورکولای شو.»

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي ښارګوټو د ساتنې امر فضل محمد فضلي د دې ډول کارخونو جوړول د کاري پراختیا، کاري فرصتونو او په صنعتي برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره، یوه پرانېسته لاره په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه چې په دې هڅه کې دي، څو نور ملي سوداګر هم  هېواد کې دننه د صنعت پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې کارخونې جوړې کړي. «دغه فابریکه زموږ د معلوماتو له مخې، هېواد کې درېیمه فابریکه ده چې په فعالیت پيل کوي. د دوو کالونو په موده کې جوړه شوه. موږ هر کله د داسې ملي سوداګر کلک ملاتړ کوو، څو د هېودوالو لپاره واقعي خدمات وړاندي شي.»

بل‌خوا دې کارخونه کې پر کار بوخت کسان د یادې کارخونې تازه فعالیت لپاره خوښ دي او وايي، له دې وړاندې وزګاره وو او خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې.

سیف‌الله وویل: «موږ ډېر خوشحاله یوو چې دلته راته د کار زمینه برابره شوې، مخکې بېکاره وو، اوس دلته کارکوو او د کور لګښتونه پوره کوو.»

محمدادریس چې دې کارخونه کې کار کوي، وايي: «زیات خوشحاله یم چې دلته پر کار شوی یم. حلاله روزي په لاس راوړم، غوښتنه مې دا ده چې نورې داسې فابریکې هم فعاله شي او سوداګر دې پانګه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اوس دغه ولایت کې ۱۵۲ فابریکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري چې په‌کې په زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابر شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام