د غور محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې یې د یوه کس جسد پیدا کړی دی. د یاد ولایت د محلي مسوولانو په وینا، د امنیې قومنداني استخباراتي او امنیتي ځواکونو د «ظفرخان» په نوم د یوه کس جسد موندلی دی.
ویل کېږي چې یاد کس د پکتیکا ولایت د «مټاخان» ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی او د غور په دولتیار ولسوالي کې یې جسد پیدا شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس سلاموطندار ته ویلي چې دغه کس د کوچني اختر پر دویمه ورځ له یوه ټراکټور سره دولتیار ولسوالي کې لا درکه شوی و چې تېره ورځ یې همدې ولسوالي کې جسد موندل شوی دی.
د حماس په وینا، د پېښې په تړاو دوه تورن کس نیول شوي او د امنیتي ځواکونو له لوري ترې څېړنې روانې دي.
د غور محلي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.