په غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو له لوري په شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.
له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر فلسطین برید پیل کړی، دا په یوه شپه او ورځ کې د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی. له دې وړاندې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۰ ښودل شوی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزه کې د روغتیا وزارت چې د حماس له لوري کنټرولېږي، ویلي چې تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې په ټولییزه توګه ۵۷۹۱ کسان وژل شوي چې ۲۳۶۰ یې ماشومان دي
د دغه وزارت په وینا، یوازې په یوه شپه او ورځ کې د اسراییلو بریدونو کې ۷۰۴ کسان وژل شوي دي. د یاد وزارت ویاند اشرف الخدري ویلي، دا د تېرو دوو اوونیو پر مهال اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د الجزیرې خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ډېری هوايي بریدونه د هستوګنې پر کورونو شوي، په ځانګړې توګه د غزې لوېدیځ هغه سیمه کې چې اسراییلي ځواکونو خلکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی دی.
د راپور پربنسټ بېګاه شپه په لوېدیځ خانیونس ښار کې د شوي هوايي برید له امله هم ۳۲ کسان وژل شوي دي. برید کې د هستوګنې یوه څلور پوړییزه ودانۍ په نښه شوې.
غزه کې هم د یوه هوايي برید له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ځینې کسان تر خاورو لاندې دي. ژغورونکو ډلو الجزیرې ته ویلي، تراوسه له خاورو دوه ماشومان راایستل شوې دي.
د اسراییلو له لوري له بمبارۍ سربېره سیمه په بشپړه توګه کلابنده شوې او ټولې لارې تړل شوې دي.
د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځې راهیسې له مصر څخه په مرستو بار څو لارۍ غزې ته رسېدلې، خو ملګري ملتونه وايي، که د مرستو لېږد بهیر چټک نهشي، ناورین به رامنځته شي.
ملګروملتونو پرون سهشنبه د اکتوبر ۲۴مه غزې ته له کوم خنډ پرته د بېړنیو مرستو د لېږد غوښتنه هم کړې ده.