د کندهار په ارغنداب ولسوالي کی د درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه چکډېم د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د «تړلي درې» په نوم دغه چکډېم د کندهار ارغنداب ولسوالي د محمدیعقوب خان کلا په نوم سیمه کې جوړېږي.
دغه چکډېم ۲۵متره اوږدوالی، ۱۵ لوړوالی او څلور متره پلنوالی لري چې د ا.ا د مشرتابه له لوري د هرې ولسوالي لپاره د ځانګړې شوې، بودیجه څخه درې میلیونونه افغانیو په لګښت سره په اساسي ډول ورغول شي. یاد چکډېم د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د یاد چکډېم د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي مشر حبیبالله اخندزاده وویل چې د دې چکډېم جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو، څارويلرونکو او کروندګرو د اوبو ستونزې هواره شي.
د نوموړي په وینا، هڅه کوي چي په یاده برخه کي نورې پروژی هم پلې کړي، څو ورسره د وچکالي پرمهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکي هم د یاد چکډېم پر جوړېدو خوښ دي او وايي، د یاد چکډېم په جوړېدو سره به یې ستونزې هوارې شي.
دغه چکډېم داسې مهال جوړېږي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د یوه کال پر مهال یې هېواد کې ۵۰۰ چکډېمونه جوړ کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري لوګر ته د یوه سفر پرمهال ویلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه ۵۰۰ لوي او واړه چکډېمونه جوړ کړي دي.
د عمري په وینا، دغه چکډېمونه د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وزارتونو له لوري جوړ شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه ټينګار وکړ چې د دغه چکډېمونو له پرانېستلکېدو وروسته په یوشمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړ شوې او راتلونکي کال کې به کروندګر او بڼوال د خپلو کرنیزو چوپړونو لپاره په کافي اندازه اوبه ولري.