Asset 1SWN

جوزجان کې د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پیل شو

412786ca-3c25-4219-97c9-be68d0b8ad7d

د جوزجان د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد کمپاین په ترڅ کې یې تراوسه له بېلابېلو سیمو څخه ۴۲ روږدي کسان ټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومنداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمدیونس اخند‌زاده وايي، دغه روږدي کسان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون او یاد ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې خصوصي کمپونو ته ورپېژندلي دي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې څه موده وړاندې یو‌شمېر روږدي کسان چې د درملنې په موخه ټول شوي وو، د دغه ولایت د روږدو کسانو د درملنې روغتون کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، په مرکز او ولسوالیو کې یې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د کښت له‌منځه وړو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام