د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو ته یې د یوه کمپ جوړېدو لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
دغه پرېکړه د کندهار والي له هغه کمېسون سره په یوې ناسته کې کړې چې د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو په هدف جوړ شوی دی.
د کندهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده ناسته کې ګډونوالو پاکستان څخه د راستنېدونکو ګډوالو د اړتياوو په اړه جوړه شوې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ناسته کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د سایوان، اوبو، تشنابونو، روغتیا، خوړو، ټرانسپورټ او د کمپ ځای معلومولو په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دې ناسته ک د کندهار د وتغره ته نږدې د سړک پر غاړه لوېدیځ اړخ ته شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه د کمپ لپاره ځانګړې شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې دې وروستيو کې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له دغه هېواده به ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي.