د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت جومات جوړ کړی دی.
دغه جومات د فراه ښار په «دېګفروش» کلي جوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فراه والي غوثالدین رهبر د هېواد په ابادۍ کې د سوداګر ونډه مهم ګڼي او ټينګار یې کړی چې سوداګر د هېواد «اقتصادي مجاهدین» دي. د شاه محمد شېرزاد په سوداګر چې یادجومات یې، جوړ کړی، وايي چې دغه جومات یې، د ۱۶ میلیونه او ۷۰۰زره افغانیو په لګښت جوړ کړی دی.
د شېرزاد په وینا، دغه جومات پر ۴۰۰۰ مترمربع ځمکه جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۷۰۰ لمونځکوونکو لپاره ځای پهکې جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د یاد جومات د جوړېدو چارې د اتلس میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
په فراه کې د یوه سوداګر له لوري دغه جومات داسې مهال جوړېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سوداګرو او عامو خلکو په خپل شخصي لګښت جومات، ښوونځي او نور عامالمنفعه کارونه کړي دي.