د پروان په سیاهګرد ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو په مالي مرسته د درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د رغېدو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د محلي مسوولانو په وینا، دغه پُل ۲۰ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره پلنوالی لري چې د سیاهګرد ولسوالي یوشمېر کلي د پروان-بامیان لویې لارې سره نښلوي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د پروان د امنیې قومنداني د امنیت امر ملااول حقپرست نن یکشنبه د زمري ۲۲مه سلاموطندار ته وویل چې د یاد پُل د رغېدو چارو د پرانېستلو پر مهال د یاد ولایت چارواکو او د سیمې اوسېدونکې هم ګډون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پُل د سیاهګرد ولسوالي په «دندها» سیمه کې جوړېږي چې لګښت یې د سیمې خلکو پرې کړی دی. د معلوماتو له مخې، دغه پُل به د «واغزر، لونګوش» او د «دراز ګرد» کلي ځین برخې د پروان-بامیان لویې لارې سره ونښلوي.
د پروان د امنیې قومنداني د امنیت امر همداراز وویل چې د یاد پُل په جوړېدو سره به زرګونه کورنۍ د یادې ولسوالي او چاریکارو ښار روغتیايي، ښوونیزو مرکزونو او بازار ته لاسرسی پیدا کړي.
له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې خلکو په خپل مالي لګښت د سړکونو ترڅنګ، جوماتونه، لویې لارې او نور عامه بنسټه کارونه کړي دي.