له شاوخوا یونیم کال وروسته کابل ته د سعودي عربستان د سفیر له بېرته راستنېدو او هېواد کې د برتانیا د سفارت پرانیستلو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو مرستو د څار ادارې له غوښتنې وروسته، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، افغانستان کې د هېوادونو ډیپلوماټیک حضور د ټولو په ګټه دی.
نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي. «افغانستان کې د ډيپلوماټانو شتون د هېوادونو په ګټه دی او د اړیکو ټینګښت او پراختیا لپاره اړینه ده او د اړیکو پراختیا لپاره د سفارتونو او استازولۍ بېرته پرانېستل مثبت ګام دی او اسلامي امارت ټولو هېوادونو سره ښه اړیکې غواړي او زموږ غوښتنه ده، هغه هېوادونه چې تراوسه ډيپلوماټان نهلري، خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې د هېوادونو شمېر زیاتېدل کولای شي د سرپرست حکومت رسمیت پېژندو ته زمینه برابره کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عنایت الله همام وايي، هېوادونه غواړي له اسلامي امارت سره مثبت تعامل پیل کړي. «هېوادونه دې ته رسېدلي چې اسلامي امارت سره عادي ډیپلوماټیکي اړیکې بېرته پرانیزي او مثبتې اړیکې به ولري. همداراز دا اړیکې اسلامي امارت ته باور ورکوي او هېوادونه به یې یو پر بل پسې په رسمیت وپېژني.»
د نړیوالو اړیکو بل کارپوه نورالرحمن ثاقب وايي، افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو پرانستل کولای شي د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي. «لنډ وایم چې افغانستان کې د سفارتخونو پرانېستل به د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي.»
دامهال کابل کې د ایران، ترکمنستان، روسیې او چین د سفارتونو په ګډون له ۱۶ زیات سفارتونه فعال دي او اسلامي امارت هم په یوشمېر هېوادونو کې ۳۸ فعال سفارتونه او قونسلګرۍ لري.
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، د امریکا، المان او سعودي عربستان استازي غواړي افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.