د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د ملي سوداګر حاجي حبیبالله عمر له لوري د «عمر بلال» په نوم یو ۲۰ بستریز روغتون چي ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.
په جوړ شوي روغتون کې عمومي داخله، عمومي جراحي، نسايي- ولادي او ماشومانو داخله څانګې فعالې دي.
د یاد روغتون د پرانیستې مراسیمو کې د روزګان والي عنایتالله شجاع د یاد روغتون د بنسټګر څخه مننه وکړه چي دغه ولایت کي یې پانګونه کړې.
شجاع وویل چې د یاد روغتون پر جوړېدو سره به روغتیايي برخه د دې ولایت د اوسېدونکو شته ستونزې هم ورسره هوارې شي.
د روزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدالله روحاني بیا وايي چې دغه ولایت کې جوړ شوی روغتون معیاري دی او تر دېره به دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي. روحاني د روغتون له مسوولانو غوښتنه وکړه چې خلکو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
د عمر بلال روغتون مرستیال فضلالله بلال بیا په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد روغتون چي د ۵۰ میلیونو په افغانیو لګښت جوړ شوی، پر یوه وخت به د ۲۰ ناروغانو د درملنې لپاره د بستر ظرفیت ولري.
د هغه په وینا، پلان لري، څو د روغتیا ټولو برخو کې خپل خدمتونه پراخ او طبي وسایل ورته برابر کړي.
دغه روغتون داسې مهال رغول کېږي چې له دې وړاندې د روزګان اوسېدونکو د معیاري روغتون له نشتون شکایت کاوه چې ډېری وخت به یې ناروغان د درملنې لپاره کندهار او یا هم له هېواده بهر لېږدول.