Asset 1SWN

روزګان کې د امن په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سیالي پیل شوې

۶۶

د روزګان د چورې ولسوالي په يوې لرې پرته سیمه کې د «امن» په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سيالي پیل شوې.

د روزګان د ورزش امر حافظ نصيراحمد قادري وايي چې يادې ۱۲ اووره لوبې د امن په نوم د ورزش امريت له‌خوا د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو سیالیو غوره لوبغاړي به د ولايت په کچه لوبډلې لپاره وټاکل شي. د روزګان د ورزش امر همداراز زیاته کړه چې تېرو کلونو کې یاده سیمه د جګړې ډګر و او له همدې امله یې دې سیمه کې د کرېکټ ټورنمنټ برابر کړی دی.

په ورته مهال د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې یوه قومي مشر حاجي اخترمحمد دغه ولایت کې د کرېکټ لوبغالي جوړېدو لپاره د کرېکټ بورډ ولایتي ادارې ته ۱۲ جریبه ځمکه ورکړه.

بل‌خوا په یاده سیمه کې د کرېکټ لوبغاړو له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې د دوی د روزنې لپاره دې امکانات برابر او هغه ځمکه چې د عامو خلکو له‌خوا د لوبغالي جوړېدو په موخه ځانګړې شوې، معیاري لوبغالی دې پرې ورغول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو سربېره دوه ورځې وړاندې هم د روزګان مرکز ترینکوټ ښار کې د کرېکټ پیل شوې ۲۰ اووره سیالي پای ته ورسېدې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام