د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار بیټون سیمه کې د یوه سوداګر لهخوا د ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
یادې کارخونې ته مشینري له ایران څخه راوړل شوې او ساعت کې درې ټُنه خام مواد پروسس او د چرګانو دانه تولیدوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عبدالهادي په نوم دغه سوداګر سلاموطندار ته وویل: «دانه به د دغه ولایت په ګډون نورو ګاونډیو ولایتونو د چرګانو فارملرونکو ته هم ورکړي. په دغه فابریکه کې به په مستقیم او غیري مستقیم ډول درې سوه تنو ته د کار زمینه برابره شوې، پر دې فابریکې دوهسوه زره امریکايي ډالر مصرف راغلی دی.»
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې امر محمدعمر یاسر وايي، هلمند یو کرنیز ولایت دی او د دغه ډول تولیدي کارخونو جوړېدل به پهکې خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي وویل: «د دې فابریکې په جوړېدو سره موږ زیات خوشحاله یوو. مخکي دغه ولایت ته د مرغدارۍ فارمونو لپاره دانه د نورو ولایتونو څخه راوړل کېده، اوس به په دغه ولایت کې تولېدږي او کیفیت به یې سم وي. د دې ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي.»
د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرسیتال فضلمحمد فضلي وايي، د دې کارخونې په فعالېدو سره به فارملرونکي وکولای شي چې په اسانۍ سره د چرګانو دانه په خپل ولایت کې په ټیټه بیه ترلاسه کړي.
هغه وویل: «هلمند یو زراعتي ولایت الحمدالله اسلامي امارت په پام کې لري چې په دغه ولایت کې ټول ملي پانګهوالو نورې اسناتیاوې برابرې کړي، څو په دغه ولایت لاهم صنعت وده وکړي.»
د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوول غلامیحیی پښتون هم وویل: «د هلمند لپاره دغه فابریکه زیاته مهمه ده. په لویه کچه بېروزګاره خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او بل د کیفیتلرونکې دانه به تولید کړي.»
هلمند کې دا مهال ۱۴۵ کارخونې په بېلابېلو برخو کې تولیدات لري چې ترڅنګ یې د دغه ولایت سلګونه کسانو ته پهکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې.