د لوګر محلي چارواکي وایي چې د مرکز پلعلم ښار اړوند په «حصارک» کلي کې یو ۱۲کلن هلک د «لوګرسیند» ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، امنيتي ځواکونو د اوبه وړي ماشوم د جسد په لټه کې دي او تراوسه يې په موندلو نهدي بريالي شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاتوي، د ماشوم نوم عبدالرحمن دی چې د برکيبرک ولسوالي اصلي اوسېدونکی و او مرکز پلعلم ښار اړوند حصارک کلي ته په مېلمستيا راغلی و چې د سيندغاړې ورتګ سره سم اوبو له ځان سره وړی دی.
باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د لوګر سیند کې د یوه ۱۳ کلن ځوان مړی امنیتي ځواکونو هغه وخت موندلی وو چې د میدانوردګ چک ولسوالي څخه اوبو راوړی و.