د هرات ښار چې له اوږدې مودې راهیسې د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو او د ښځو د کار او ټولنیز حضور په اړه د محافظهکارو او محدودو لیدلورو له امله پېژندل کېږي، د ښځو رول په بازار او سوداګرۍ کې، په ځانګړي ډول د پلور دنده، له یوې ساده اقتصادي چارې څخه اوښتې او د ټولنیزو بدلونونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
ډېری هغه ښځې او نجونې چې په هرات کې د پلور په برخه کې کار کوي، وايي، د ښځینه پلورونکو شتون د باور د زیاتوالي لامل شوی او د سوداګرۍ په ښهکېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
زرافشان احمدي چې د ښځو د جامو او د ښکلا د وسایلو په پلور بوخته ده او دې برخه کې څلور کاله تجربه لري، وايي: «په پیل کې له کورنۍ سخت مخالفت سره مخ وم، په ځانګړي ډول له پلار سره، خو وروسته چې کورنۍ مې د کار چاپېریال ولید، زما د کار دوام یې ومنه. لومړني شپږ میاشتې راته ډېرې سختې وې، ځکه د خلکو لیدلوری بدل و او په بل نظر راته کتل کېدل.»
د هغې تجربه ښيي چې د ښځو بازار ته داخلېدل یوازې فردي پرېکړه نه ده، بلکې یو ټولنیز بهیر دی چې له کورنیو او ټولنیزو مقاومتونو پیل کېږي او ورو ورو د منلو تر کچې رسېږي.
شریفه رضايي چې شاوخوا اته کاله د پلور په برخه کې کار کوي، وايي: «په لومړیو کې ښځینه پلورونکې ډېرې کمې وې او ښځو ته د ښځو اړوند توکو اخیستل له نارینه پلورونکو څخه هم اسان نه وو. اوس ډېری کورنۍ خپل لیدلوری بدل کړی، او زما په اند دا د ښځو لپاره یو خوندي او مناسب کار دی.»
خو ځینې نورې ښځې بیا لاهم د کلتوري خنډونو د شتون خبره کوي. بهار هروي وايي: «ډېری خلک د پلور دنده یوازې د نارینه وو کار ګڼي، خو ښځې هم کولی شي په دې برخه کې بریالۍ شي. په داسې شرایطو کې چې پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي، دا د عاید ترلاسه کولو یوه مهمه لاره ده.»
په ورته مهال یوشمېر ښځې او نجونې بازارونو کې د ښځو له حضور څخه خوښي څرګندوي او وايي چې مېرمنې هم د نارینهوو په څېر په اقتصادي فعالیتونو کې اغېزمن رول لوبولی شي.
سمیه حیدري وايي: «په داسې شرایطو کې چې هره ورځ پر ښځو محدودیتونه زیاتیږي، د ښځو حضور په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د پلور په دنده کې، د خوښۍ وړ دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مریم نوري چې تازه له کندهار څځه هرات ته تللې، وايي: «ډېره خوشحاله یم، د راحت احساس کوم. دا چې ښځې په بازار کې کار کوي، راته ډېر ښه ښکاري. زما په نظر ښځې او نارینه باید یو ځای کار او زده کړه وکړي او هېواد په ګډه آباد کړي.»
د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولان وايي چې په بازار کې د ښځو حضور د پام وړ زیات شوی دی. د دې ادارې مشره بهناز سلجوقي وايي: «په درې ښځینه بازارونو کې له دوه سوه څخه زیاتې ښځې د پلورونکو او تولیدوونکو په توګه کار کوي، او یو شمېر نورې بیا د وارداتي توکو د پلور په برخه کې بوختې دي.»
د هغې په وینا، د ښځو د کار د ودې او ملاتړ لپاره هڅې روانې دي او د هغوی د تولیداتو د بازارموندنې لپاره نندارتونونه په هرات او مرکز کې هم جوړېږي. ټولنیز فعالان هم باور لري چې په بازارونو کې د ښځو حضور په تدریجي ډول د ټولنې د لیدلوري په بدلون کې مهم رول لري.
د ښځو د حقونو فعاله معصومه جامي وايي: «د ښځو اقتصادي حضور کولای شي هغه پخواني باورونه کمزوري کړي چې ښځې یوازې د کور کارونو لپاره ګڼل کېدې. دا حضور ښځو ته د باور او ټولنیز ګډون احساس ورک.»
اقتصادي کارپوه شعیب رحیمي وايي: «په بازار کې د ښځو حضور د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه دی. ښځې هم د تولید او پلور په بهیر کې فعاله ونډه لري او هم د کارموندنې په زیاتېدو او د بېکارۍ په کمېدو کې مرسته کوي.»
په همدې حال کې، ډېری ښځې لاهم د ځانګړو ښځینه بازارونو او ټاکل شوو چوکاټونو دننه کار کوي او د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره د عامو او پراخو بازارونو د جوړېدو غوښتنه کوي.