ښځینه پېرودونکو ته اسانتیا؛ هرات کې ګڼ‌شمېر مېرمنې هټۍ لري

د هرات ښار چې له اوږدې مودې راهیسې د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو او د ښځو د کار او ټولنیز حضور په اړه د محافظه‌کارو او محدودو لیدلورو له امله پېژندل کېږي، د ښځو رول په بازار او سوداګرۍ کې، په ځانګړي ډول د پلور دنده، له یوې ساده اقتصادي چارې څخه اوښتې او د ټولنیزو بدلونونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

هېواد کې د سېلابونو پرمهال ۱۴ کسانو ژوند بایللی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۷ نور ټپیان شوي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل، دغو ولایتونو کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۴۲۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي.
د مسوولانو په وینا، د سېلابونو پرمهال ۱۴۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه، ۲۳ د اوبو څاه‌ګانې او د اوبو رسولو شبکې او له ۲۰ څخه ډېرې سولري تختې هم ویجاړې شوي.

ستونزې او د هیلو څرک؛ افغان ښځې د کار او ځان‌بساینې نوې لارې پرانیزي

۲۵کلنه تفسیر برکي د کابل اوسېدونکې ده چې د ستونزو پر وړاندې یې تسلیمېدو ته غاړه نه‌ده ایښې. نوموړې څلور کاله وړاندې د «مودلین برنډ» په نوم د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارگاه په انلاین بڼه جوړه کړه او ۱۰۰زره افغانۍ لګښت یې پرې وکړ او له تېر یوه کال راهیسې یې فعالیتونه حضوري بڼه هم غوره کړې ده.

۶۰میلیونه ډالر لګښت؛ بلخ کې د چورګوړو او هګیو تولیدي کارخونه جوړېږي

د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې د هګیو او چورګوړو د تولید یوې سترې کارخونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د چارواکو په وینا، دا کارخونه د افغان او اوزبیک پانګه‌والو په ګډه پانګونه جوړیږي چې ټول لګښت یې شاوخوا ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

هایټي کې د ډله‌ییز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي

هایټي هېواد کې د ډله‌ییز برید پرمهال لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، برید د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د یکشنبې په سهار د «جین ډینس» سیمې شاوخوا کلیوالي کې پیل شو او د دوشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د هایټي چارواکو ویلي، سیمې ته د پولیسو په رسېدو سره وسله‌واله ډله تښتېدلې او څو کورونه له وړاندې سوځول شوي وو.