د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر ۱۴۰۴ کال پرمهال نږدې ۱۰۳زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي دي.
یادې ادارې نن شنبه، وري ۸مه، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د هېواد بهرمېشتو افغانانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اړوند لسګونه زره غیرحضوري خدمات وړاندې کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې ادارې په وینا، په یاد کال کې ټولټال ۱۰۲زره او ۵۳۸ بهر مېشتو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو خدمات په غیرحضوري ډول شوي دي.
په دغو خدماتو کې ۱۹زره او ۳۲۰ د نویو کاغذي پېژندپاڼو وېش، ۶زره او ۱۵۶ د مثنی (دویم ځلي) پېژندپاڼو وېش، ۵۱زره او ۳۷۱ د کاغذي پېژندپاڼو تایید او همدارنګه ۲۵زره او۶۹۱ کسانو ته د پېژندپاڼو د اصلاح خدمات شامل دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي چې بهرمېشتو افغانانو ته دغه خدمات د اصولي خپلوانو له لارې په غیرحضوري ډول وړاندې کېږي، څو د هېوادوالو د هویت اړوند چارې په اسانه او منظم ډول مخته یوسي.