په افغانستان کې د چاپېریال د خرابېدو جدي ګواښونه، لکه د ځنګلونو پراخ پرې کېدل، وچکالي او ککړتیا، د دې لامل شوي چې یوشمېر ځوانان د طبیعت د ژغورنې لپاره عملي هڅې پیل کړي. دغه ځوانان د نیالګیو کېنولو، د غرنیو بوټو د تخمونو راټولولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو له لارې هڅه کوي چې د هېواد لپاره یو زرغون او پایښتلرونکی راتلونکی جوړ کړي.
سلاموطندار په دې راپور کې له دایکندي، بدخشان، بامیان، میدانوردګ، غزني، غور، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونو څخه د شاوخوا ۲۰ داوطلب ځوانانو سره د خبرو پربنسټ موندلې چې دوی د مسوولیت احساس او انساني ژمنتیا له مخې د طبیعت د ساتنې برخه کې خپل رول ادا کوي. دا هڅې تر ډېره داوطلبانه دي او د پراخ ملاتړ له کمښت سره مخ دي.
۳۵کلن مرتضی نظري د دایکندي اوسېدونکی دی چې شاوخوا یوکال کېږي د سرسبزۍ په برخه کې د داوطلب په توګه فعالیت کوي.
وايي: «اصلي لامل چې موږ د رضاکارانه کارونو لور ته مخه کړې دا دی چې په خپل هېواد کې هر ځای وینو چې له بدهمرغه ټولې غونډۍ له ځنګلونو خالي شوي، بوټي لهمنځه تللي او دا د خلکو د بېځایه استفادې او د نفوس د زیاتوالي له امله رامنځته شوې ده. د خلکو د ناپوهۍ له کبله د غرونو له ځنګلونو څخه ډېر بېرویه استفاده شوې ده.»
۲۴کلن هلمند عثماني د کابل اوسېدونکی دی چې له څلورو کلونو زیات د چاپېریال اړوند په داوطلبانه فعالیتونو کې بوخت دی. هغه وايي، د چاپېریال پراخه ککړتیا، د شنوسیمو کمښت او د خلکو بېپامۍ او د غرنیو ځنګلونو بېدریغه کارونې هغه دې ته وهڅاوه چې د طبیعت د ساتنې برخه کې فعال شي.
نوموړی وايي: «زما د طبیعت سره مینه او هغه ستونزې چې موږ یې په چاپېریال کې وینو، لکه د هوا ککړتیا او د شنوساحو کموالی، دا سبب شو چې پرېکړه وکړم د چاپېریال د ساتنې په برخه کې د داوطلب په توګه کار وکړم.»
۳۸کلن محمدنسیم حسینزاده، د بامیان اوسېدونکی او ۳۰کلن سلیم جمیلي، د غزني اوسېدونکی دی چې د غرنیو تخمونو د راټولولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې فعالیت کوي، وايي، دوی د طبیعت د بیارغونې لپاره عملي کارونه کړي دي.
محمدنسیم حسنزاده زیاتوي: «هغه فعالیت چې موږ ترسره کړی، د غرنیو بوټو د تخمونو راټولول، بستهبندي او هغو کسانو ته یې وېش دی چې علاقه لري د تخمشنې کولو او بوټي کښت په کار کې برخه واخلي. موږ دا تخمونه د بامیان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې وېشلي او خلکو ته مو پوهاوی ورکړی دی.»
سلیم جمیلي: «تر اوسه پورې زموږ په فعالیتونو کې تر ټولو مهمه برخه د خلکو پوهاوی لوړول دي چې چاپېریال پاک وساتي. موږ د عامه پوهاوي په برخه کې، د نهالشاني پروګرامونو، د چاپېریال پاکولو، د کوڅو پاکولو او د کثافاتو ټولولو په کمپاینونو کې له ځوانانو سره ګډ کار کړی دی.»
له دې سره هممهاله دغه ځوانان وايي چې د امکاناتو کمښت، د مالي او تخنیکي ملاتړ نشتوالی او همدارنګه د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه هغه مهمې ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.
۳۳کلن محمدزمان باهنر د بامیان اوسېدونکی، او احمدسجاد د بدخشان اوسېدونکی دی. دوی وايي چې د فعالیتونو پر وړاندې یې لوی خنډونه د ملاتړ نشتوالی او د کمپاینونو د عملي کولو ستونزې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمدزما باهنر وايي: «هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ یو دا دي چې موږ ته د خیریه بنسټونو له لوري کافي ملاتړ نهرسیږي. بله مهمه ستونزه د امکاناتو نشتوالی دی او تر ټولو لویه ستونزه د کمپاینونو مدیریت دی، ځکه که غواړو کمپاین ترسره کړو، نو لومړی باید د خلکو ذهنیت بدل کړو.»
احمدسجاد وویل: «هغه ستونزې چې موږ ورسره مخ شوي یو د امکاناتو نشتوالی او د خلکو د ملاتړ کمښت دی، ځکه دا یوازې د یو کس کار نه دی. د چاپېریال ساتنه د ټولو خلکو ګډه مسوولیت دی او باید نهادونه او ډلې یې ملاتړ وکړي، څو هر ښه نظر عملي شي.»
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان د داوطلب ځوانانو رول مهم بولي او وايي چې د پوهاوي لوړول او د مسوولیت احساس پیاوړی کول، کولی شي د ساده، خو اغېزمنو اقداماتو لکه نیالګیو کېنولو، د چاپېریال پاکولو او عامه پوهاوي له لارې د چاپېریال په پاکوالي او شینوالي کې مثبت بدلون راولي.
د دوی په باور، ګډې هڅې او چاپېریالي کمپاینونه کولی شي د خلکو د پراخ ګډون زمینه برابره کړي او د طبیعت د ساتنې بهیر لااغېزمن کړي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه اسحاق وکیلي په دې اړه وايي: «کله چې ځوانان پوهه ولري او د مسوولیت احساس وکړي، نو د ساده خو اغېزمنو کارونو لکه نیالګیو کېنولو، د چاپېریال پاکولو او نورو ته د پوهاوي ورکولو له لارې کولی شي د چاپېریال د بدلون لامل شي. د ډلې فعالیتونه او چاپېریالي کمپاینونه هم کولی شي خلک ډېر د چاپېریال ساتنې برخه کې بوخت کړي. د بېرویه استفادې د کمولو لپاره باید له خپل ځان څخه پیل وکړو، د اوبو او برېښنا په مصرف کې سپما وکړو او د پلاستیک استعمال کم کړو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې په ټول هېواد کې یې د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کړي دي. د دوی په وینا، اوس مهال شاوخوا دوه میلیونه هکټاره ځمکه د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ده چې د افغانستان له ټولې خاورې څخه څه باندې ۲.۸ سلنه جوړوي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو رییس شېرمحمد حاتمي وايي چې د چاپېریال د ساتنې په موخه د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه په هغو ولایتونو کې پلي شوي چې ځنګلونه لري.
هغه وايي: «د ځنګلونو د ساتنې او د بېرویه پرې کولو د مخنیوي په هدف، د کرنې وزارت په هغو ولایتونو کې چې ځنګلونه لري پراخ د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي، څو خلک د اسلامي امارت له ادارې سره په همکارۍ د ځنګلونو په ساتنه کې فعال رول ولوبوي.»
بلخوا د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ځوانانو او نورو اقشارو د جلبولو لپاره یې ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي، څو هغوی د چاپېریال د ساتنې په داوطلبانه فعالیتونو کې برخه واخلي.
د دغې ادارې ویاند محبالله بهار وايي چې تېرکال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۷۰۰ بېلابېل پروګرامونه، پروژې، ورکشاپونه او سمینارونه شوي دي.
هغه وايي: «د عامه پوهاوي په برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوازې تېر کال شاوخوا ۱۷۰۰ پروګرامونه، پروژې، ورکشاپونه او بېلابېل سمینارونه په هېواد کې ترسره کړي دي. په دې پروګرامونو کې هڅه شوې چې خلک د چاپېریال ساتنې اهمیت ته متوجه شي، وهڅول شي چې خپل مسوولیت ادا کړي، له تخریب څخه ډډه وکړي او د طبیعت ساتنه وکړي.»
د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د ۱۴۰۵لمریز کال په پسرلي کې د نیالګیو کېنولو کمپاینونه شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوي او د وري میاشتې تر پایه پورې به دوام ولري.
د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو سلاکار نعمتالله بارکزی وايي چې دغه اداره پلان لري چې د دې کمپاین په لړ کې شاوخوا یو میلیون نیالګي او زینتي ګلان د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې کېنوي.
هغه وايي: «کابل ښاروالۍ به په خپل سهم کې شاوخوا یو میلیون نیالګي او زینتي ګلبټي په کابل ښار کې کېنوي. بېشکه د خلکو، ځوانانو او بېلابېلو قشرونو همکاري زموږ لپاره ډېره مهمه ده. د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې هغو کسانو چې د نیالګي د اخیستلو توان یې درلود، له ښاروالۍ سره په دې کمپاین کې همکاري کړې او حتی ډېرو ځوانانو د ښاروالۍ له لوري د نیالګیو د کېنولو په بهیر کې بیل په لاس اخیستی او زموږ سره یې مرسته کړې ده.»
په همدې حال کې، د ملګروملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ د لسو تر ټولو زیانمنو هېوادونو له ډلې څخه دی.
په راپور کې راغلي چې د فاضلابو او اوبو د سرچینو کمزوری مدیریت، د شنوساحو کموالی او نور چاپېریالي ستونزې د هېواد د وګړو روغتیا او د ژوند کیفیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.