Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګروملتونو منځني ختیځ کې د جګړې پر ختمېدو ټينګار کړی

Defensa-aerea-Iran

د ملګروملتونو سازمان په منځني ختیځ کې د جګړې او روان کړکېچ د کمېدو لپاره له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د وضعیت د بدلون لپاره د خبرو لار غوره کړي.

د یاد سازمان په وینا، په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدل سیمه‌ييز ثبات او نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

له دې وړاندې یوشمېر نورو هېوادونو هم د ایران او امریکا – اسراییل ترمنځ د جګړې پر درېدو ټینګار کړی و او له ټولو اړخونو یې غوښتي وو چې باید اختلافاتو او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې پر اسراییل او سیمه کې پر امریکايي تاسیساتو به د تهران بریدونه تر هغې دوام لري، څو چې دغو هېوادونو پر ایران له بریدونو لاس نه وي اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام