د بدخشان د شهربزرګ ولسوالي کې د یوې ترافیکي پېښې پرمهال شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې دا پېښه نن یکشنبه، کب ۲۴مه، د شهربزرګ ولسوالي د «اویز» سیمې په لاره کې رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، یو لندکروزر موټر له سړک اوښتی او له امله یې، دا پېښه رامنځټه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او څلور نور سخت ټپیان دي.
د هغه په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پرسونل د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د مړو جسدونه او ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
چارواکي وایي چې د دې پېښې احتمالي لامل د سړک خرابوالی بلل شوی دی.