د ایران د اسلامي انقلاب ځواک (IRGC) ویلي چې اسراییل، عراق او کوېټ کې د امریکا پر درېیوو پوځي اډو یې بریدونه کړي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ځواک له لوري په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درنو توغندیو د لګېدو له امله په اسراییل کې د امبولانسونو او د پرلهپسې خطر زنګ غږونه اورېدل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه توغندي د تلابیب په صنعتي سیمو لګېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
IRGC همدارنګه ادعا کړې چې په عراق کې د اربیل ښار د «حریر» هوايي اډه او په کوېټ کې د امریکا د پوځ «عليالسالم» او «عریفجان» اډې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.
تراوسه د اسراییل، عراق او کوېټ چارواکو د دغو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه نهدي ویلي.