Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند مسوولان هټیوالو ته: روژې میاشت کې په لوړه بیه توکي ونه‌پلورئ

توکو بیې

د هلمند مسوولانو له دوکاندارانو غوښتي چې د روژې میاشت کې له ټاکل شوې نرخ‌پاڼې په لوړه بیه توکي ونه‌پلوري.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل، مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې مسوولانو ته سپارښتنه شوې چې روژه کې نرخونه کنټرول کړي، څو له نرخ‌پاڼې په لوړه بیه توکي ونه‌‌پلورل شي.

هغه وویل، په دې تړاو د بېلابېلو ادارو له استازو کمیسیون او کمیټې هم جوړې شوي چې له وړاندې یې فعالیت پیل کړی او د نرخونو کنټرول به د روژې تر پایه په جدي ډول روان وي.

دا داسې مهال دی چې هر کال د روژې میاشت کې د هېواد بازارونو کې د توکو بیو لوړېدو څخه شکایتونه کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام