
ذبیحالله مجاهد: سیمه کې د افغانستان پیاوړي دریځ لپاره له هر فرصت ګټه اخلو
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د قزاقستان آستانه ښار کې د تماس ډلې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان د سیمهییزو همکاريو د محور په توګه د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له ټولو مثبتو فرصتونو ګټه اخلي.
هغه وویل، د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره هم د اقتصادي نښلونې او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.





