Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ پلار او درې ماشومان یې وژل شوي

2026-02-10T224516Z_812188238_RC2XA4AVNBGC_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-ZELENSKIY-DEFENCE-1770771357

اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې (ډرون) د برید پرمهال د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف لوېدیځ ته په یوه ښارګوټي کې څلور کسان وژل شوي دي.

په قربانیانو کې درې ماشومان او د هغوی پلار شامل دي.

د راپورونو له مخې، روسیې تېره شپه پر اوکراین ۱۲۹ بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې له دې ډلې ۱۱۲ ډرونونه شنډ شوي دي.

د خارکیف د سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د سه‌شنبې ناوخته د «بوهوډوخېف» په ښارګوټي کې یوه ډرون پر هغه هستوګنیز کور ولګېده چې د پنځه کسیزې کورنۍ هستوګن‌ځای و. د څارنوالۍ په وینا، د برید له امله کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او اور یې اخیستی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکو زیاته کړې چې د ماشومانو اومېندواره مور له کنډوالو ژغورل شوې ده. د اوکراین پولیس وایي، یاده کورنۍ څو ورځې وړاندې له نږدې یوه کلي څخه دې سیمې ته کډه شوې وه.

د خارکیف والي، اولېه سینیهوبوف، په ټیلیګرام کې لیکلي چې په دې پېښه کې دوه هلکان چې عمرونه یې یو او دوه کاله وو او یوه دوه کلنه نجلۍ، د خپل ۳۴کلن پلار سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خارکیف ښار چې د اوکراین د شمال ختیځ سرحد ته شاوخوا ۳۰ کیلومټره واټن لري او شاوخوا سیمې یې له دې وړاندې هم څو ځله د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام